امنیت

دننګرهار ولايت د حصارک د ولسوالۍ د کارپه دفتر ځانمرګى بريد وشو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د ننګرهار ولايت د حصارک د ولسوالۍ د کار په دفتر د ځانمرګى بريد له امله دوه تنه پوځيان شهيدان شول او د دغه سيمه ييز مسوول په ګدون شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې هغه وخت وشوه چې يوځانمرګى يرغلګر ځان د حصارک د ولسوالۍ په تاسيساتوکې وچاوه.
دخبرونو له مخې: ځانمرګى يرغلګر دسيمه ييزو پوليسو له جامو څخه په استفادې سره غوښتل ځان د حصارک د ولسوالۍ دفتر ته ورسوي. خو کله چې امنيتي ځواکونو هغه ته د دريدو امر وکړ؛ په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي يې وچول.
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې ځانمرګې پيښه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان يو سرتيرى شهيد شو او د ولسوال عبدالخالق په ګډون د دغې ولسوالۍ شپږ تنه کارکوونکي ټپيان شول.
د ننګرهار د يو روغتيا مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
خو تراوسه پورې د حصارک د ولسوال د روغتيايي حالت په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
ددغه ولايت پوځي مسوولينو وسله وال طالبان د دغه ځانمرګى بريد مسوول بولي او وايي چې امنيتي ځواکونو د دغې پيښې د سازمان ورکوونکو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته