روغتیا

دننګرهار دعامې روغتيا رياست لپاره دطبي وسايلو مرسته .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
دافغان فارما شرکت دننګرهار ولايت  دعامې روغتيا رياست لپاره طبي وسايلو  مرسته وکړه .
په دغو وسايلو کې دفشار لس آلې ، ولچراو  استريچر شته چې نن ددغه ولايت روغتيايي  مسوولينو ته وسپارل شول .
دننګرهار دعامې روغتيا رياست دتخصص داکمالاتو آمر ډاکتر سيد افندي سعيدي باختراژانس ته وويل چې دغه طبي وسايل  دباکيفتو  روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو سره به له اوسيدونکو سره مرسته وکړي .
دافغان فارما شرکت مسوولينو وويل چې دغه راز دننګرهار  له روغتيايي  څانګو سره خپلو مرستو ته به دوام ورکړي .
  ختم_   عطاالله +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته