کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دهېواد په ختيځ ننګرهار کې دتورخم ګمرک دروانې مياشتې په دوه ويشتو ورځو کې يوسلو دوه ويشت ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دتېرکال دلړم دمياشتې دديرشو ورحو په بهيرکې ددغه ګمرک عايد يوسلو شلو ميليونو افغانيو ته رسېدلى و .
دتورخم ګمرک عايد زياتره دهغو تجارتي مالونو له محصول څخه ترلاسه کېږي چې پاکستان او له دغې لارې نوروهېوادونو ته تګ راتګ کوي .
دننګرهار ګمرک رييس نويد بشريار باختراژانس ته وويل چې له اداري فساد سره مبارزه او دعوايدو دراټولولو دبهير سالم مديريت ددغه ګمرک دعوايد دزياتوالي اصلي علتونه دي .
ختم_ ف _ اکرم