کابل باختر دسلواغي لسمه
دکندز ولايت پوليسو دروان کال په تيرو لسو مياشتو کې دنشه يي توکو څلويښت تنه قاچاق وړونکي ددغه ولايت په مربوطاتو کې نيولي دي .
دغه قاچاق وړونکي دکندز ولايت له بيلابيلو ساحو څخه دنشه يي توکو دليږدونې په وخت کې ددغه ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
دکندز ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رييس حاجي عبدالبصير مرشد باختر اژانس ته وويل چې ددغه ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو دروان کال په لسو مياشتو کې پنځه سوه پنځه پنځوس کيلوګرامه چرس ، شپږ ويشت کيلوګرامه هيروئين څه دپاسه شپاړس کيلوګرامه اپين دوه سوه يواويا ليتره کيمياوي توکي چې دهيروئينو په جوړولو کې کارول کيږي ، دولس کرولا ډوله موټرونه او يو کاماز موټر دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه کړي دي .
ده زياته کړه چې دغه توکي دکندز ولايت په مربوطاتو کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو دمنسوبينو له خوا په يو لړ عملياتو کې کشف اوترلاسه شوي دي .
دکندز ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رييس زياته کړه چې ددغو قضيو په اړوند څلويښت تنه نيول شوي او نسبتي دوسيې يې عدلي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل