امنیت

دنشه يي توکو ١٢ قاچاق وړونکي د کابل له بنايي ساحې څخه ونيول شول

-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د نشه يي توکو دولس تنه قاچاق وړونکي او پلورونکي پرون د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د پوليسو په عملياتوکې ونيول شول.
  د کابل  د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز  باختراژانس خبريال ته وويل  د کابل امنيتي ځواکونو د امنيتي تړون د پروګرام په تطبيق کې  د خلکو په همکارۍ د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او پلورونکو،مجرمينواو د نظم د ګډوډکوونکو د نيولو په لاره کې د نهمې امنيتي حوزې د بنايي په ساحه کې عمليات ترسره کړل .
هغه زياته کړه : په دغو عملياتو کې ١٢ تنه ونيول شول چې له هغوى څخه ١٨٠٠ ليتره الکول اوبير، ٧٥٠٨تابليت کا، څه دپاسه دوه کيلوګرامه چرس، نغدې پيسې، له پنځو شارژورونو سره يې دوه کلاشينکوفونه او يوه مخابره ترلاسه شوې ده .
هغه زياته کړه : ساحه اوس د پوليسو تر جدي کنترول لاندې ده .، او پوليس هلې ځلې کوي چې د کابل په نورو سيموکې هم ورته عمليات ترسره کړي .
دغه عمليات  د خلکو په همکاري د امنيتي تړون  د پروګرام په تطبيق کې ترسره شوي دي .  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته