امنیت

دنشه يي توکو يوقاچاق وړونکي و نيول شو .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
  دبدخشان ولايت پوليسو نن  يوسړى  دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند  ونيوه .
  دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله  روحاني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى  يو ويشت کيلوګرامه هيروئين ډوله نشه يي توکي  ديوسراچه ډوله  موټر په واسطه  دارګو له ولسوالۍ  څخه  ګاوڼډي ولايت ته لېږدول  چې دپوليسو له خوا ونيول شو .
  ديو بل خبرله مخې ،  د ارګو په ولسوالۍ کې  دنشه يي توکو دتوليد او انډې کولو يوه کارخانه له ټولو وسايلو سره يې  دامنيتي منسوبانو له خوا  ويجاړه او دړې وړې شوه  خو دکارخانې مالک په تيښتې بريالي شوې ده .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته