دنشه يي توکو شپږ تنه قاچاق وړونکې په بند محکوم شول.
کابل – باختر دمرغومى ٢٠ :
دنشه يي توکو شپږ تنه قاچاق وړونکې تراتلسو کلونو پورې په بند محکوم شول.
دنشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز ويندوى اجمد خالد موحد بآختر آژانس ته وويل : دغه کسان دهيواد د بيلابيلوولايتونو اوسيدونکي دي چې له يوې مودې راپه دې خوا يې دنشه يي توکو په قاچاقو بوخت وو او دپوليسو له خوا دجلاجلا عملياتو په بهير کې ونيول شول او دافغانستان دنشه يي توکو او مسکراتو دجرمونو پرخلاف دمبارزې دايستيناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
پوليسو له دغو کسانو څخه څه دپاسه درې څلويښت کيلوګرامه هيرويين ،يو زرو اويا کيلوګرامه اپين،دوه ويشت کيلوګرامه کرستال ،يوسلو دوه کيلوګرامه چرس او يوسلو څلور څلويښت کيلوګرامه کيمياوى توکې کشف او ترلاسه کړي دي .
قضايي هيئت دموظفو څارنوالانو او دمدافعو وکيلانو د دلايلو له اوريدو وروسته او دهيروينو ،اپينو ،کرستال ،چرسو او دکيمياوى توکو دقاچاقو دقضيو دتورنو کسانو پرخلاف د الزام د دلايلو دشتون له امله له لسو څخه تراتلسو کلونو پورې ددغو شپږو تنو دهريو په تنفيذى بندپريکړه وکړه.
داحمد خالد موحدد دڅرګندونو له مخې ، دمسکراتو او نشه يي توکو له جرمونو سره دمبارزې دايستيناف محکمې دروان کال په اتو مياشتو کې ٥٣٤ تنه چې دعامه خدمت څلورديرش تنه موظفين او يوولس تنه بهرني اتباع ودنشه يي توکو دقاچاقو په تور ترشلو کلونو پورې دبند په مجازاتو محکوم کړي دي.