امنیت

دنشه يي توکو دپلورنې د دوو مليونو او درې سوه زرو افغانيو ضبطول .

کابل باختر  دزمري ١١:
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو په هرات ښار کې دنشه يي توکو  دپلورنې د دوو مليونو درې سوه زرو افغانيو په کشف او ضبطولو  بريالي شوي دي .
دهرات ولايت  امنيه  قوماندان  جنرال محمد ايوب انصاري وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل  له دغو پيسو څخه  په هرات ښار کې دنشه يي توکو د پيرودنې او پلورنې په لاره کې  استفاده وکړي .
تيره اوونۍ هم  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو په هرات ښار کې  د نشه يي توکو دپلورنې د عوايدو يو مليونو شپږ سوه زره افغانيو په کشفولو بريالي شوي  و .
ديادونې وړ ده چې دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو څخه  ترلاسه شوې پيسې داساسي قانون له مخې  ضبط او په بانک کې تحويليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته