دنشه يي توکو دپلورنې دونيم مليونه پاکستانى کلدارې ضبط شوې.

-کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
امنيتي ځواکونو دنشه يي توکو دپلورنې دونيم مليونه پاکستانى کلدارې کشف او ضبط کړې دغه پيسې په دوو جلاجلا پيښوکې دقندهار له ولايت څخه دجلال آباد ښار په صرافيو کې دافرادو په حساب کې حواله شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختر آژانس ته وويل امنيتي مامورينو دجلال آباد ښار له صرافيو څخه نږدې دوه نيم مليونه پاکستاني کلدارې چې دنشه يي توکو له پلورنې څخه ترلاسه شوي و،کشف او ضبط کړل .
ده وويل دغه پيسې له قندهار څخه دنشه يي توکو دپلورنې څخه په جلال آباد ښارکې دتيمورشاهي او فضل الرحمان په صرافيو کې حواله شوي دي .
خوږياڼي ددغو پيسو دخاوندانو دنيولو په اړوند څه ونه ويل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته