امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د  نشه يي توکو دوه تنه   قاچاق  وړونکي تيره شپه  له نهه ويشتو کيلوګرامو اپينو
سره  دامنيتي  ځواکونو له خوا په زابل ولايت کې ونيول شول.
دغو کسانو نهه ويشت  کيلوګرامه اپين په مهارت سره  په يو سراچه  موټر کې ځاى پرځاى کړي وو  او غوښتل  يې هغه له کندز څخه قندهار ته وليږدوي چې ونيول شول.
دزابل ولايت دامنيتي قوماندانۍ دامنيت آمر ډګروال غلام جيلاني باخترآژانس ته وويل  چې نيول شوي کسان ترپوښتنو لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته