امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
دکابل د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دکابل د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال حق نوازحقيار باخترآژانس خبريال ته وويل: نيول شويوکسانو د هيروئينو دوه سوه څلويښت کپسولونه  چې وزن يې يوکيلو او اته سوه دوه شپيتو ګراموته رسيده؛ په خپلو ګيډو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې هغه  دکام اير شرکت د يوې الوتکې له الوتنې څخه په استفادې سره هندوستان ته وليږوي.
حقيار وويل: نيول شوي کسان د غزني ولايت اوسيدونکي دي چې دوه ورځې مخکې دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې ونيول شول او د معايناتولپاره عدلي طب ته وليږدول شول.
پيښه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته