کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو اووه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورنې په اړوند په څلوروولايتونوکې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو دهغو عملياتو په بهير کې چې دفارياب ، بدخشان ، کاپيسا ، او هرات په ولايتونوکې ترسره کړل اووه تنه دهيروئينو ، چرسو او اپينو په ګډون ديوسلو نولسو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو ، ساتنې او پلورنې په اړوند ونيول شول .
ختم_ ف _اکرم