دنشه يي توکو اووه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول.
کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٣ :
د کورنيو چارو وزارت استخباراتو : دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند اووه تنه ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دپوليسو منسوبينو دتيرې اوونۍ په بهيرکې دهلمند، تخار اودزابل دولايتونو په مربوطاتو کې دنشه يي توکو دقاچاق په اړوند اووه تنه له ٥٦٢ کيلوګرامه نشه يي توکوسره چې په څلورو موټرونو کې ځاى پرځاى کړي شوي و نيولي دي .
دغه راز په دې موده کې دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دپوليسو منسوبينو پنځه ديرش ډول ډول ماينونه ، ددرندو وسلو دوه ويشت ګولۍ ، له يوزرو دوه سوه ګوليوسره يې ديو زيکو_ يو ماشينگڼه اويوه اندازه چاويددونکي توکي چې دياغي طالبانو له خوا دورانکارو اوتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دلغمان ، بلخ ، ارزګان ، قندهار ، زابل ، خوست او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي شوي و کشف اوترلاسه کړل او دننګرهار اوزابل دولايتونو په مربوطاتو کې دماين ښخولو په اړوند دوه تنه نيول شوي دي.