دنجونو يوه ښوونځى ته څيرمه دتروريستي بريد مخه ونيول شوه
کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دنيمروز ولايت پوليسو نن سهار دنجونو يوه ښوونځى ته څيرمه ديوه تروريستي بريد مخه ونيوله .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان قسيم جنګل باغ دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :
يو ماين ښخوونکى طالب کله يې چې غوښتل ددغه ولايت داستقلال ښوونځى ددروازې په وړاندې يو ماين ښخ اوپه ريموټ کنترول سره يې وچوي دپوليسو له خوا ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه: کشف شوى ماين شنډ او دپيښې عامل دپوليسو تر تحقيق لاندې دى .