کابل باختردتلي شپږويشتمه
ناپيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه په انجيل ولسوالۍ کې ديوې کورنۍ درې تنه غړي ځوانان په ډزو سره ووژل شول .
په دې پيښه کې چې دانجيل ولسوالۍ په دره قر ساحه کې رامنځته شوه دجليل احمد په نامه يوسړى چې درې ويشت کلن و ، ووژل شو او دوه نور ورونه يې ټپيان شول .
دروغتون مسوولين وايي چې ددغې پيښې ټپيان همدا اوس تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى .
په همدې حال کې دهرات دپوليسو مقامات ددغې پيښې په اړوند ديوتن دنيول کيدو خبره کوي .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال احمدي وويل چې په انجيل ولسوالۍ کې له دغې پيښې وروسته يو تن نيول شوى دى .
امنيتي مسوولينو ويلي دي چې ترسره شويو څيړنو ددغې پيښې انګيزه شخصي دښمني بللې ده .
0 1 دقیقه لوستل