امنیت

دناټو يو عسکر په افغانستان کې ووژل شول

 کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢٧ :
دناټويو عسکر نن سهار   دافغانستان په   جنوب کې ووژل شو.
دغه پوځي  چې هويت يې نه دى افشا شوى د چاودنې له امله وژل شوى  دى.
ناټو باخترآ ژانس ته ديوي خبرپانې په ليږلوسره دخپل دغه پوځي وژل کيدل تائيدکړ  خودهغه دهويت   اودپيښې ددقيقې سيمې په باب يې څه نه دي ويلي.
دافغانستان په جنوب کې زياتره  امريکايي او انګليسي ځواکونه  ځاى پرځاى دى.
دوه ورځي مخکې هم دناټو يو پوځي   دپروان ولايت  په سياه ګرد ولسوالۍ  کې له وسله والو طالبانوسره  په نښته کې  ووژل شول.
په  روانه مياشت کې بهرنيو ځواکونو ته ډيره  خونړى پيښه کابل ته څيرمه  دناټو  ددريو تنو عسکرو  وژل کيدل  وو ،  چې دځانمرګي بريدله امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته