دناټو يو سرتيري په افغانستان کې ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
دناټو يو سرتيري دافغانستان په ختيځ کې ووژل شو .
دغه پوځي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار دجګړه مارانو دبريد په بهير کې ووژل شو.
ناټو باختر اژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه سرتيري وژل کيدل تاييد کړى خو هويت او دپيښې دقيقه سيمه يې نه ده په ډاګه کړې .
نن په يوه بله پيښه کې هم په کابل کې يوې پوځي  ميرمنې په  يونظامي قرارګاه کې په يو امريکايي پوځي سلاکار ډزې وکړې او دامنيتي  مامورينو له خوا ونيول شوه .
دشنبې په ورځ هم دناټو يو پوځي دافغانستان په جنوب کې  په يوه پيښه کې دوسله والوطآلبانو په بريد کې ووژل شو .
دنه تاييد شويو شميرنو له مخې، دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې شپږ سوه بهرني پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته