امنیت

دناټو عسکرو په فارياب ولايت کې دجومات يو ملا امام وواژه .

 

کابل باختر د وري  څليرويشتمه

دناتو عسکرو تيره نيمه شپه  په فارياب ولايت کې  د جومات  ملا امام وواژه

دميمني ښار د خشتي د جامع جومات ملا امام  قاري قيام  تيره نيمه شپه  له هغه وروسته ووژل شو چې دناټو ځواکونو په دغه جومات باندې په بريد سره  په هغه باندې ډزې وکړې .

 يو سيمه ئيز اوسيدونکي  چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي باختر اژانس ته وويل  چې دناټو ځواکونو په دغه ملاامام باندې دبريد په بهير کې دجومات شاوخوا  دوه کورونه هم پلټلي دي .

 دا په داسې حال کې دى  چې دناټو ځواکونو له خوا دشپې له خوا دعملياتو د بندولو په باب  د ناټو له موافقه ليک  څخه يوازې دوه ورځي  تيريږي .

تراوسه پوري  نه ده څرګنده شوى  چې قاري قيام له وسله والو طالبانو سره  د همکاري په تور  دناټو دځواکونو له خوا  وژل شوى دى  او يا بل علت  دده دوژلو سبب شوى دى .

 په دې حال کې سيمه ئيزو مقاماتو په دې برخه کې  دنظر له څرګندولو څخه ډډه وکړه .

  ناټو هم تراوسه پوري  په دې باب  نظر نه دى  څرګند کړى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته