کابل باختردزمري دمياشتې ٢٩ :
دناټو دوه تنه سرتيري نن اوپرون دافغانستان په جنوب کې ووژل شول.
دباختراژانس دخبرله مخې ناټو په يوه خبرپاڼه کې دغه پيښه تائيدکړې ده او ويلي يې دي چې دناتو دغه دوه تنه سرتيري يو يې پرون اويو يې نن دماينونو دچاودنو له امله وژل شوي دي .
ناټو سره له دې چې دوژل شويو سرتيرو هويت اودپيښې دقيق ځاى يې نه دى څرگند کړى خو دافغانستان په جنوب کې زياتره امريکايي ځواکونه ديره دي.