دناټو دوه تنه سرتيري ووژل شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دناټو دوه تنه سرتيري دافغانستان په ختيځ کې دياغيانو په بريد کې  ووژل شول.
په دغو سرتيرو نن سهار هغه وخت دجګړه مارو له خوا بريد وشو چې په ګزمې بوخت وو .
ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو پوځيانو وژل کېدل تائيد کړل خو ددغو سرتيرو دهويت اودپيښې ددقيقې  سيمي په باب څه نه دى ويل شوي .
دافغانستان په ختيځ کې زياتره امريکايي عسکر ځاى پرځاى دي.
دافغانستان په لويديځ کې دلوګر په ولايت  کې هم نن دځانمرګي بريدله امله  يو امريکايي عسکر وژل شوى دى .
په دې پيښه کې دامريکا دوه تنه نور عسکر ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته