دناټو ددفاع وزيران ترڅو راتلوونکو ورځو پورې دافغانستان په باب غونډه کوي
کابل باختردتلي دمياشتې ١٣ :
ټاکل شوې ده دناټو دغړو هيوادونو ددفاع وزيران دتلي دمياشتې په اتلسمه اونوولسمه نيټه په بروکسل کې غونډه وکړي چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د همکاري يو هراړخيز چوکاټ طرحه کړي .
دناټو سرمنشي تائيده کړې ده چې دغه شان غونډه تر راتلوونکوڅو ورځوپورې جوړيږي .
په دې غونډۀ کې به له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره دهمکاري په باب خبرې وشي .
ناټو غواړي له ٢٠١٥ کال څخه نوى ماموريت چې دافغان امنيتي ځواکونو په روزنې متمرکز وي تمرکز ولري.
داپه افغانستان کې دناټولپاره يو نوى ماموريت دى چې دهغوى ماموريت له جنګي حالت څخه په روزنيز حالت بدلوي .
دناټو سرمنشي هيله څرگنده کړه چې دغه سازمان وکولاي شي تر ٢٠١٣ کال پورې افغان امنيتي ځواکونو ته دروزنې اومعلوماتو دوړاندى کولو په لاره کې يوه هراړخيزه طرحه جوړه کړي .
دناټو دسرمنشي دڅرگندونوله مخې، داستراليا ، نوى زيلاند ،ګرجستان ، فنلند ، سويدن او اوکراين په ګډون يوشمير هيوادونو تياري څرگند کړي دي چې په دې لاره کې همکاري کوي.
ناټو اوس ددغه سازمان د جوړيدو له وخت څخه په افغانستان کې په ستر پوځي ماموريت بوخت دى .
دوه څلويښت هيوا دونه چې زياتره يې دناټو غړي دي دغه ماموريت دڅه ناڅه يوسلو شلو زرو عسکرو په شتون سره پرمخ وړي چې زياتره يې امريکايي عسکردي .ناټو غواړي دغه ماموريت د ٢٠١٤ کال ترپاى پورې پاى ته ورسوي.