کابل باختر دکب دمياشتې ٩ :
د تحريک انصاف ګوند مشر وايي د تورخم له لارې دناټو اکمالاتي لاره پرانيزي.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :
د عمراخان په مشرۍ دتحريک انصاف ګوند څلورمياشتې مخکې دبې پيلوټه امريکايي الوتکو په واسطه په قبايلي سيمو کې دپاکستاني طالبانو او د القاعده دسنګرونو دبمباريو په اعتراض کې دناټو اکمالاتي لاره چې له خيبر _ پښتونخوا څخه تيريږي وتړله او خبردارى يې ورکړ چې د بې پيلوټه الوتکو دبمباري تر بشپړ بنديدو پورې به دغه لاره تړلې وي .
خو د پاکستان يوې محکمې نن رايه ورکړه چې د پيښور_ تورخم لويه لاره دې داکمالاتي کاروانونو پرمخ پرانستل شي او هيڅ شخص يا ډله نه شي کولاى عامه او ټولګټه لاره وتړي.
د تحريک انصاف د ګوندمشر د پاکستان دمحکمې د دغې رايې وروسته وويل چې نور به دايساف د اکمالاتي لارې خنډ نه شي .
2 1 دقیقه لوستل