دناټو اته تنه پوځيان په دريو جلا جلا پيښو کې ووژل شول .
کابل باختر دثور پنځلسمه :
دناټو اته تنه پوځيان پرون په افغانستان کې دناټوپه يوه قرارګاه کې په دريو جلا جلا پيښو کې ووژل شول.
ددغو پوځيانو دوه تنه دافغانستان په ختيځ کې هغه وخت ووژل شول چې دافغان دملي اردو په يونيفورم سمبال يو تن دناټو په يوې ډلې پوځيانو ډزې وکړې تراوسه پورې ددغې پيښې ددقيق ځاى او ديرغلګروبرخليک په باب څه نه دي ويل شوي .
ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې دوى په دې باب څيړنې پيل کړي دي .
له بله پلوه دناټو پنځه تنه ځواکونه پرون په قندهارولايت کې دبم دچاودنې له امله ووژل شول.
دافغانستان په جنوب کې دناټو يو ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دناټو پنځه تنه پوځيان وژل شوي دي .
په همدې حال کې ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دافغانستان په شمال کې هم ديو بهرنى پوځي دوژل کيدو خبر ورکړ .
دناټو دغه پوځي پرون دوسله والو طالبانو دبريد په بهير کې وژل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دتيرې اوونۍ په بهير کې هم په هلمند ولايت کې دبم دچاودنې له امله څلور تنه بريتانوي پوځيان ووژل شول .
يواځې دتيرې يوې مياشتې په بهير کې دناټو دري ويشت تنه پوځيان په افغانستان کې دجلاجلا پيښو په بهير کې وژل شوي دي .