امنیت

دناټوڅلور تنه سرتيري دافغانستان په جنوب کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
دايساف  سوله ساتو نړيوالو ځواکونو دهيواد په جنوب کې دناټو دڅلورو تنو سرتيرو  دوژل کيدو خبر ورکړ .
په هغې خبرپاڼه کې چې دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له خوا باخترآژانس ته رسيدلې ويلي دي چې دغه څلور تنه سريتري نن سهار دافغانستان په جنوب کې دمخالفينو په بريد کې  ووژل شول .
ايساف ددغو وژل شويو سرتيرو هويت نه دى  په ډاګه کړى .
  د هيواد  په جنوب کې  د امريکايي  ،  بريتانوي او استراليايي ځواکونه  ځاى  پر ځاى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته