کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دناصرو دقوم يو شمير مشرانو او استازو نن په يوه غونډه کې دجمهوري رياست ددويم پړاو په انتخاباتو کې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ اعلام کړ
دباختراژانس دخبر له مخې دناصرو دقوم مشرانو دغه راز طرحه کړه چې په ولايتونوکې ددغه قوم ټول دفترونه به په انتخاباتي مرکزونوبدل شي .
په همدې ترتيب په هرات ولايت کې يو شمير ديني عالمانو او پوهانو دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
داپه داسې حال کې ده چې دنور محمد قرقين په مشرۍ دترکمن قوم استازو او په کابل کې يو شمير بې ځايه شويو کسانو هم دجمهوري رياست ددويم پړاو په انتخاباتو کې له ډاکتر احمد زي سره خپل ملاتړ اعلام کړي دي .
1 1 دقیقه لوستل