ټولنه

دنازيانو په ولسوالۍ کې حيواني کلينيک جوړ شو .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په ننګرهار ولايت کې د يو حيواني کلينيک له جوړيدو وروسته نن ګټې اخستنې
ته وسپارل شو .
دننګرهارولايت دکرنې او اوبولګولو د ادارې مسول باختر آژانس ته وويل :
دغه کلينيک د ننګرهار ولايت د نازيانو په ولسوالۍ کې دکرنې او اوبولګولو له پرمختيايي بودجې د نهه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :
دغه  کلينيک په ټولو ضروري وسايلو سمبال دى او دسيمې دخلکو دحيواني دناروغيو دمخنيوي او درملنې لپاره جوړ شوى دى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :  ددغې ولسوالۍ مالداره خلک پخوا دحيواني کلينيک دنشتوالي  له پلوه له ستونزو سره مخامخ وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته