کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دناتو دځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه پرون دخوست ولايت ديعقبيو او صبريو ولسواليو ترمنځ ساحه کې راوغورځيده اووروسته يې اور واخيست .
دخوست ولايت يو دولتي مسوول خبرځاى باختراژانس ته وويل :دغه الوتکه ددغو دوو ولسواليو ترمنځ په يوه غرنۍ سيمه کې راغورځيدلې ده .
ددغې الوتکې دراغورځيدو علت تخنيکي عوارض وو چې له غره سره يې ټکر کړى او په بشپړه توګه سوځيدلې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ