دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکو دبريدونو له امله درې تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکو دبريدونو له امله تيره شپه درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې دشيګل ولسوالۍ دشلتن په دره کې په خپلو پتنځيو کې ديو لړ ترورستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وچې هوايي بريد پرې وشو.
په دې بريد کې دسيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته