امنیت

دناامنيو له امله دپروان دخلکو انديښنې .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دپروان ولايت  يوشمير اوسيدونکي په دغه ولايت کې دنا امنيو دزياتوالي له امله انديښنه  څرګندوي او وايي دروژې  په مبارکه مياشت کې امنيتي حالت دبل هر وخت په نسبت خراب شوى دى .
دوى په دغه ولايت کې دمرموزو وژنو ، وسله والو غلاو  په تيره بيا دشپې له خوا دغير مسوولو  وسله والو کسانو تګ راتګ  او په لسګونو مواردو يادونه وکړه چې دخلکو دانديښنې  سبب شوي دي
په همدې  حال کې دپروان سيمه ئيزو مقامات هم دخلکو دغه څرګندونې تاييدوي خو ددغه ولايت له  خلکو سره ژمنه کوي چې دپروان امنيتي ځواکونه دخلکو په خدمت کې دي او ددغه ولايت دامنيت په تامينولو کې به له هيڅ  راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
دپروان والي محمد عاصم عاصم په  دې باب وويل ددغه ولايت خلک دپروان  ولايت دمرکز او ولسواليو دامنيت دتامينولو په خاطر بايد له امنيتي ځواکونوسره همکار وى  چې خلک دروژې په مبارکه مياشت کې دامن په فضا کې خپل عبادت ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته