ټولنه

دمیدان وردګوپه ولایت کې بڼوالو ته په پنخه اویا سلنه تخفیف نیالګيو ورکول کیږي

 کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
په میدان وردګو ولایت کې د پنخه سوه جریبه بڼونه سروې شوې او بڼوالوته ته یې د کرنې او اوبولګولو وزارت له لورې په پنخه اویا سلنه تخفیف نیالګي ورکول کیږي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالې او مالدارۍ ملي پروګرام پرانیسته نن د میدان وردګو مرستیال والي  ذاکر حسین سلطاني له لورې وشوه.
تراوسه ددې ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د پنخه سوه جریبه باغونو سروې شوې ده، چې بڼوالو ته به یې د یاد پروګرام له لارې په ۷۵ سلنه تخفیف نیالګي وویشل شي.
د میدان وردګو مرستیال والي   وویل، چې د نیالګو ايښودل او د بڼونو ترویج د ښه چاپیریال ترڅنګ کروندکرو ته اقتصادي ګټه رسوي.
د کرنې او اوبو لګولووزارت دبڼوالې او مالدارۍ ملي پروګرام په ترڅ کې د مڼو،زردالو ، شفتالو ، کیلاس او نورو میوو نیالګي د میدان وردګو ولایت قوریه لرونکو څخه اخیستل شوې، چې د همدې سیمه سره عیار او ښه پایله ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته