کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دميوند_٦ ګډ تصفيوي عمليات نن په بغلان ولايت کې پيل شول:
دغه عمليات د ملي پوليسو ، ملي اردو ،ملي امنيت او دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو له خوا د دغه ولايت په دريو ولسواليو کې پيل شوې دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل : دغه عمليات د خلکو په غوښتنه اود وسله والو د غيرمسولو وسله والو افرادو له شتون څخه دبنو، اندراب ، ده صلاح او پل حصار دولسواليو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي اودغيرمسولو کسانو دمزاحمتونو تر بشپړ پاى ته رسيدو پورې به دوام و کړي .
د ده صلاح ولسوالۍ يو مخور عبدالحنان وايي دغيرمسولو وسله والو کسانو شتون دقانون دتطبيق او د بيا رغاونې دبهير دپرمختګ په وړاندې له طالبانو څخه خطرناک دي
0 1 دقیقه لوستل