دميوند ټيم افغان ټيم ته ماتې ورکړه
کابل باختر دوږي دمياشتې ٧ :
دفوټبال ددويم لاس دټيمونو سياليو نن سهار په هرات کې په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې دميوند ټيم په يوه په زړپورې لوبه کې دصفر په وړاندې په پنځو سره دافغان ټيم ته ماتې ورکړه.
په هرات کې ددويم لاس دفوټبال سيالۍ د دوولس ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي اوپه دوام يې ټاکل شوې ده سبا دآرش ټيم دهېواد له ټيم سره لوبه وکړي .