-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دپوليسو يوه مقام او داستازو مجلس يوه غړي دميوند اتلانو دغوره ليک له ټيم سره نغدي مرسته وکړه .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دميوند اتلانو دغوره ليک دټيم له غړو سره ددوه سوه پنځوسو زرو افغانيو داستازو په مجلس کې ددغه جنوبي ولايت استازي حميدزي لالي ددوه زره ډالرو مرسته وکړه .
دافغانستان له جنوب څخه دميوند اتلانو ټيم دهېواد دفوټبال په غوره ليک کې استازيتوب کوي .
دغه ټيم دليک ددغه فصل دسياليو له پيل کيدو وروسته او په دې وروستيو وختو کې کابل ته راغلى دى چې له خپلو سيالانو سره سيالي وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ