ټولنه

دميمنې دښار واټونه پخيږي .

کابل باختر د زمري لسمه : دميمنې ښار ددرې ديرشو کيلومترو سړکونو دقير کولو کار نن پيل شو . دفارياب والي نقيب الله فايق باختراژانس ته وويل چې دغه سړکونه دفوايد عامې وزارت له بودجې څخه ديو ملياردو افغانيو په لګښت تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې قير کېږي . ده وويل چې ددغې پروژې په تطبيقولو سره دميمنې ښار په لسګونو ناحيو کې دهغه دسړکونو په سلو کې شپيته چې په تفصيلي پلان کې شامل دي پخيږي . دميمنې ښاروال احمدجاويد کيوان وويل چې ددغې پروژې په تطبيقولو سره دسړکونو ددواړو خواو ويالې هم په سرپوښلې ډول پخيږي . او يو سلو شپيته زره مربع متره پلېو لارو کې موزائيک ايښودل کېږي . کيوان زياته کړه ددغې پروژې له لارې پنځه سوه تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده . دفارياب والي وويل هيڅ زبرځواک نه شي کولاى دمهمو ملي پروژرو په وړاندې ستونزې رامنځته کړي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته