امنیت

دميرزا اولنګ دناتار په ژورتيا کې . // دنظام مسوولان څه ډول دستونزې غوټه پرانيزي .؟

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
ميرزا اولنګ دبحران  او ناتار دپراختياپه لور پرمخ ځي .
هېوادوال په داسې حال کې چې په  انديښنې سره دسرپل ولايت د صيادولسوالۍ په دې سيمه کې حالت تعقيبوي، دې ته سترګې  په لاره  دي چې دنظام مسوولان څه ډول دستونزې غوټه پرانيزي .
دباختراژانس مفسر ليکي: دسرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې دميرزا اولنګ کلي دطالبانو او داعشيانو له ګډ بريد وروسته دشنبې  دورځې په سهار  ددولتي ځواکونو له کنترول  څخه ووت په دغو دوو ډلو پورې اړوندو وسله والو کسانو په دغه کلي دواکمنۍ په وخت کې دخلکو  په يو مخيزې وژنې لاس پورې کړ او تر پرون پورې يې څه ناڅه پنځوس تنه په دغه کلي کې ووژل .
يوشمير  نور هم له دغه کلي څخه دسرپل ولايت مرکز او ددغه ولايت نورو سيمو ته تللي دي .
دسرپل دوالي په ګډون په دغه ولايت کې سيمه ئيز مسوولين وايي چې څه ناڅه يوسلو پنځوس کورنۍ په ميرزا اولنګ  کې دتکفري ډلو په اسارت کې  دي او تروريستان دغه راز ددغو کورنيو صحرايي محاکمې ته دوام ورکوي .
دغه مسوولان له مرکزي  حکومت څخه غواړي چې دميرزا اولنګ دخلکو دژغورنې او داوسني دردونکي حالت دپاى ته رسولو لپاره اقدام وکړي او دغه ناتار دې پاى ته ورسوي .
هغه کورنۍ  او خلک چې له ميرزا اولنګ څخه بې ځايه شوي دي دسيمې په باب  زړه بوږ نوونکي او دردونکي کيسې لري او داپه ډاګه کوي چې نه يواځې بې ځايه شوي کورنۍ بلکې هغه کورني  چې په سيمه کې  بندې پاتې دي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .
هغه څه چې په ميرزا اولنګ کې رامنځته شول ديو بشري  ناتار څرګندوى دى سره له دې چې وسله والو طالبانو په دغه کلي کې دملکي وګړو ديومخيزي  وژنې اوازې  ردې کړي  دي خو اعتراف يې کړى دى چې دوى ګڼ شمير  سيمه ئيزپولسان او دوګړني پاڅون ځواکونه وژلي دي .
داپه ډاګه کوي چې طالبان په دې ناتار کې لاس لري په داسې حال کې چې دسيمې خلک وايي چې طالبانو دوګړني پاڅون ځواکونه اوسيمه ئيز پوليسان يې دهغوى له کورنيو سره وژلي دي .
دخلکو يومخيزه وژنه په انساني قاموس او نړيوالو کنوانسيونونو کې جنګي جنايت بلل کيږي .
په داسې حال کې چې دسيمې ځينو هېوادونوچې له طالبانو سره همغږي لري ددغه جنايت په وړاندې چوپه خوله غوره کړې ده او دې ته حاضر نه دي چې دميرزا اولنګ ناتار يو بشري  جنايت وبولي او ياهم دهغه دمحکوميت اودجنايت له دوام څخه دطالبانو او په هغو پورې داړوند تروريستي ډلو په مخنيوي کې اقدام وکړي .
  دې ته اړتيا ده چې دهېواد دديپلوماسۍ دستګاه په دې برخه کې زياته فعاله شي او دطالبانو او داعشيانو  نوي جنايت د نړيوالو غوږونو ته ورسوي چې دطالبانو تر څنګ دهغوى ملاتړي  هم مجازات شي .
دغه راز  دافغانستان دبشر دحقوقو دکميسيون په ګډون  دبشر دحقوقو دساتنې بسنټونو ته لازمه ده چې له تشريفاتي کار څخه لاس واخلي او په عملي توګه دبشر دحقوقو دساتنې په لاره کې  دعمل ډګر ته ورودانګي
دغه راز دغه خبره دتکرار وړ ده چې هېوادوال په ميرزا اولنګ کې اوسني ستونزې دافغانستان دټولو خلکو ستونزې بولي او په انديښنې سره دهېواد په دې سيمه کې حالات تعقيبوي  او دې ته سترګې په لاره دي چې دنظام چارواکي څه ډول دستونزې غوټه پرانيزي .
ديادونې وړ ده چې دميرزا اولنګ  ستونزه دافغانستان  دټولو خلکو ستونزه ده او ددغې سيمې دخلکو دستونزو په حل کولو کې ځنډ به نه دخلکو له خوا وبخښل شي او نه دلوى خداى ( ج )  له خوا .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته