دميدان وردګو ولايت د انتخاباتو د کميسيون د ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابلباختردثور٢٥
دميدان وردګو په ولايت کې د انتخاباتو دکميسيون د ودانۍ دبنسټ ډبره نن کيښودل شوه .
دغه ودانۍ په ميدان ښارکې ددرې جريبه ځمکې په ساحه کې په يوه  پوړ کې جوړيږي .
دميدان وردګو ولايت د انتخاباتو  دکميسيون رئيس نعمت الله حبيب وردګ باختراژانس ته وويل چې دغه ودانۍ ددغې ادارې له بود جې څخه د اوومليو نو افغا نيو په لګښت جوړيږي.
دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي په ميدان ښار کې د انتخاباتو د کميسيون د ودانۍ دبنسټ دډبرې د ايښودلو په مراسمو کې وويل چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به  په دغه ولايت کې انتخا باتي ستو نزې کمې شي.
په داسې حال کې چې په افغا نستان کې د جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو  د انتخاباتو ترسره کولو ته له يو کال څخه لنډه موده پاتې ده، مقامات هلې ځلې کوي چې د عاد لا نه او هر اړخيزو انتخا باتو د ترسره کولو لپاره زمينه برا بره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته