دميدان وردګو ولايت دسيداباد په ولسوالۍ کې په يوځان مرګي بريد کې دملي اردو پنځه سريتري ټپيان شول .
کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دميدان وردګو ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې دځانمرګى په بريد کې نن دملي اردو پنځه سرتيري ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي وياند عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه بريد دميدان وردګو ولايت دسيد آباد ولسوالۍ دسالار په سيمه کې هغه وخت وشو چې يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر دملي اردو دموټر په وړاندې وچاوه چې په دې بريد کې ځانمرګى يرغلګر ووژل شو اودملي اردو پنځه سرتيري ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ټپيان روغتون ته ليږدول شوي اوددوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوى دى .
ديوبل خبر له مخې، په همدې سيمه کې دملي اردو دځواکونوپر کاروان هم ډله ئيز بريد شوى دى.
دميدان وردګو دوالي وياند وويل چې دغه کاروان په ٢٠٥ اتل قول اردو پورې اړوند و او له کابل څخه دقندهار ولايت ته روان و چې دلارې په اوږدو کې له ډله ئيز بريد سره مخامخ شو .
خوږياني زياته کړه چې په دغه بريد کې دملي اردو درې سرتيري شهيدان اوشپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي .