دموټرو دتګ راتګ دپله دجوړولو کار پيل شو
کابل باختر دتلي څليرويشتمه
دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دسيند دپاسه دموټرو دتګ راتګ دپله دجوړولو کار نن پيل شو .
دپلخمري ښاروال صاحب نظر سنګين باختر اژانس ته وويل: دغه پل دپليو لارويانو دتګ راتګ دپله پرځاى په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه پل د امريکا دمتحده ايالاتو د پوځيانو دبرخې په مالي مرسته د درې ويشتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
خبرځاى زياته کړه: په دغه پله سربېره په همدې بودجې د دويم بند دکانال دپاسه دڅلويښتو نورو کوچنيو پلونو دجوړولوکار هم پيل شوى دى .