کابل باختر دزمري اتمه
دمولوي عبدالقدير شهاب دمړينې له امله دمشرانوجرګې درييس او غړو د ډادګيرنې او خواخوږي پيغام .
دملي شورا دمشرانوجرګې په ژوري خواشيني سره خبر ترلاسه کړ چې دمشرانوجرګې ددويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان کاکا او دهيواد يو مشهور عالم او قاضي مولوي عبدالقدير شهاب هغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه له هيواد څخه په بهر کې وفات شوى دى .
دمشرانوجرګې رييس او غړي دمولوي عبدالقدير شهاب دمړينې له امله دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب دارواښاد کورنۍ ، حاجي رفيع الله ګل افغان او دده دوستانو او دکابل ولايت دقره با غ ولسوالۍ ټولو خلکو ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه متوفي ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ارواښاد مولوي عبدالقدير شهاب دديني علومو يو نامتو عالم و او دخپل ژوند په اوږدو کې يې دديني علومو په لوست ورکولو سربيره دعدليې وزارت داوقافو درييس دميدان وردګو غزني او ننګرهار دولايتونو داستيناف محکمو درييس او دوخت دسترې قضايي ټولنې د مرستيال په توګه دندې ترسره کړي دي او خدمتونه يې دستاينې وړ دى .