کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دمولانا جلال الدين محمد بلخي په فکر کې دسولې تر عنوان لاندې کنفرانس پرون په بلخ کې جوړ شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دغه کنفرانس چې دمولانا دسوله پالنې په فکر کې دعلمي اواکاډميکو مرکزونو دمعرفت په موخه په مزارشريف ښار کې دبلخ په پوهنتون کې جوړ شو ، دبلخ والي محمد اسحق رهګذر دسولې دتامينولو لپاره له بل هر وخت څخه زيات دهېواد اوسني شرايط مهم وبلل او ددولت له مخالفينو څخه يې وغوښتل له هغې جګړې څخه چې په هېواد کې دپرديو هېوادونو له خوا دوام لري ، لاس واخلي او دسولې له پروګرام سره يوځاى شي .
يوشمېر ويناوالو په دې کنفرانس کې له تحصيلي مرکزونواو ټولنې سره دمولانا دتفکر پيوند ضروري وباله او ويې ويل يواځنۍ ستونزه چې په ټولنه کې دسياسي فکري او پوځي نوساناتو سبب شوې ده په هېواد کې دمولاناپر فکر د باورنشتوالې دى .دغه راز يوشمېر محصلانوددغه علمي کنفرانس په هرکلي سره وويل چې ددغه شان کنفرانسونو جوړول دامنيت دتامين او دجګړې د پاى ته رسولو لپاره مثبته اغيزه لري او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل