کابل باختر دثور اته ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن دموزيم دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسموکې وويل چې دنوي ملي موزيم جوړول دنړيوالو دوستانو زياتو مرستو ته اړتيا لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دغو مراسمو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينيانو او رييسانو او دبهرنيو ميلمنو په ګډون دملي موزيم په تالار کې پرځاى شوي و ، دملي موزيم رييس عمرا خان مسعودي خبرې وکړې اوويې ويل دافغانستان ملي موزيم او دولايتونو موزيمونو دهيواد د نورو فرهنګي بنسټونو ترڅنګ د ١٩٩٢_ ١٩٩٥ ميلادي کلونو دکورنيو جګړو په بهير کې نه جبيره کيدونکي تاوانونه زغملي دي او ملي موزيم له جګړو مخکې په لسګونو زره لرغونې اثار لرل چې ددغو کلونو په بهير کې په سلوکې نږدې اويا اثار يې لوټ کړي شوي دي .
ده زياته کړه ديونسکو او داي سي او ام دسازمان په ګډون دفرهنګي بنسټونو او دغه راز له نړيوالې ټولنې دفرهنګ دوستو هيوادونو په همکارۍ موږ په دې بريالي شو چې په لرغونو ساحو او په موزيمونو پورې اړوند نهه زره څلور سوه څلور اويا ټوټې لرغونې اثار بيا ترلاسه کړو او دغه بهير په قانوني ډول له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم زموږ په کاري اجندا کې ځاى لري او تعقيب به شي .
په دغو مراسمو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دهيواد په ملي موزيم او تاريخي اثارو دجګړو او دتيرو پيښو دناوړو اغيزو په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې ددغو ټولو سره سره له نيکه مرغه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په بشپړه توګه دملي موزيم په بيا جوړولو بريالي شو خو بيا هم هغه څه چې نن په ملي موزيم کې لرو دهغه په نسبت بيخې کم دي چې بايد لرلي مو واي .
ډاکتر رهين زياته کړه چې لاتراوسه پورې په هيواد کې زياتې تاريخي ساحې شته چې بايد وپلټلي شي په تيره بيا له اسلامي دورې څخه چې زموږ ښارونه داسلامي تمدن ستر مرکزونه و خو زيات اثار ورڅخه په لاس کې نه لرو .
دغه راز په دغو مراسمو کې ديونسکو دسازمان او دافا موسسي استازو دافغانستان دفرهنګي برخې په تيره بيا دلرغونو اثارو دساتنې او ترميمولو په برخه کې دخپلو همکاريو په اړوند معلومات ورکړل او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې په خپلو زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ .
ددغو مراسمو په پاى کې ميلمنو دملي موزيم بيلابيلې برخې وکتلې .
7 2 دقیقې لوستل