-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دمورا تعليمي او تحصيلي کمپلکس په دې وروستيو وختو کې دکابل ښار د افشار په سيمه کې په فعاليت پيل کړى دى.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه تعليمي او تحصيلي کمپلکس دافشار په سيمه کې دافغاني سرې مياشتې دټولنې ترشا سيمه کې ددوه ويشت جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى چې پنځه پنځه پوړيز بلاکونه ، دکنفرانس سالونونه ، کتابتون او ورزشي ډګر لري .
دمورا دتعليمي او تحصيلي کمپلکس رييس ډاکتر عزيز الله امير په داسې حال کې چې دباختراژانس درييس خليل مينوي په مشرۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هيئت او دځينو نورو بنسټونو هيئتونو هم ددغه کمپلکس بيلابيلې څانګې کتلې ددغه بنسټ دبيلابيلو څانګو دخدمتونو په اړوند چې دلوړو زده کړو موسسه ، دقابلګي انستيتوت ، ښوونځي ، وړکتون او شيدې خور پکې شامل دي معلومات ورکړل او ويې ويل چې دموراتعليمي او تحصيلي کمپلکس دمعالجوي طب ، ادارې او مديريت ، کمپيوترساينس او دخونې او روزنې څانګې لري .
ددغې کتنې په بهير کې دباختراژانس رييس خليل مينوي ددې تر څنګ چې دهېواد دترقي او پرمختګ کې دښوونې او روزنې او دلوړو زد کړو رول يو ضروري اوګټور کار وباله هيله يې وکړه چې ددغه تعليمي او تحصيلي بنسټ له لارې دهېواد بچيانوته زيات علمي او روزنيز خدمتونه وړاندې شي .
0 1 دقیقه لوستل