اقتصاد

دمنځنيو ماليه ورکونکو رياست زيات عوايد راټول کړي دي .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دماليې وزارت دمنځنيو ماليه ورکوونکو درياست عوايد د ټاکل شوي پروګرام
په نسبت درې سوه مليونه افغانۍ زيات  شوي دي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  دماليې وزارت دماليه  ورکوونکو رييس سبحان الله فهيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل  ددغه رياست عوايد دتيرکال په پرتله په سلو کې درې شپيته  زيات شوي دي .
ده څرګنده کړه دپيسو دنړيوال صندوق  اى ام  اف   له خوا ټاکل شوي عوايد لس اعشاريه درې مليارده ډالره شوي وو چې له نيکه مرغه دغې ادارې وکولاى شول دټاکل شوى هدف په بشپړولو سربيره درې سوه مليونه افغانۍ عوايد له  ټاکلې پروګرام څخه زيات راټول کړي .
ده وويل د روان کال عوايد دتيرکال دعوايدو په پرتله زياتوالي ښې چې په دې برخه کې دماليې وزارت ته ستر برياليتوب دې .
د ده دڅرګندونو له مخې  : مخنيو ، ماليه ورکوونکو درياست عوايد په  تيرکال کې شپږ اعشاريه اته مليارده افغانۍ وې.
دمخنيو ماليه ورکوونکو دمسوولينو دڅرګندونو له مخې :   دعوايدو زياتوالي مهم دليلونه  دماليه ورکوونکو له  خوا دماليې ورکول ، دکارکوونکو دظرفيتونو لوړوالى  ، دطرز العملونو جوړل ، دکارى پروګرامونو منظم اجرا کول او د قانون تطبيق دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته