دملګرو ملتو سازمان : نړۍ افغان مهاجرين هير کړي دي .

نيويارک – دويچه ويله – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنر فليپوګراندي په نړيوالې ټولنې تور لګولى. مخکې له دې چې په سلګونو زره تنه مهاجرين ځان اروپا ته ورسوي .مليونو تنه افغان مهاجرين يې هير کړي دي .
دپناه غوښتوونکو لپاره دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنر په نړيوالې ټولنې نيوکې وکړې چې دافغانستان مهاجرين يې هير کړي دي .
ده وويل :تصميم يې نيولى دى چې دپناه غوښتوونکو لپاره دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په مقام کې په لومړي  کال کې ځان دافغان مهاجرينو سخت او نا حل حالت ته وقف کړي .
ده دغه څرګندونې ايران ته دشنبې دورځې په خپل سفر کې وکړې ، هغه هيواد چې ٣ مليونه تنه افغان مهاجرين پکې شپې سبا کوي.
فيليپو ګراندي په تهران کې دايران دکورنيو چارو له وزير حسين ذوالفقاري سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل : له بده مرغه افغان مهاجرين دنړيوالې ټولنې له خوا هير شوي دي .
يوازې کله چې نور مهاجرين اروپا ته ورسيدل د نړۍ دولتونو په ناڅاپي ډول افغان مهاجرين ياد کړل .
ګراندي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په ايران کې له ميشتو افغان مهاجرينو سره مرسته زياته کړي له دې پرته به دغه مهاجرين له خپل سخت حالت څخه د ژغورنې لپاره نورو هيوادونو ته مهاجرت وکړي.
دايران دکورنيو چارو وزير ذوالفقاري ټينګار وکړ هيواد يې هلې ځلې کوي چې مهاجرين اروپا ته له سفر څخه منع کړي.
ده زياته کړه چې په وروستيو کلونو کې هيواد يې کابو، ٧٥٣ زره تنه غير قانوني مهاجرين خپلو هيوادونو ته يې ستانه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته