دملګرو ملتو دسا زمان دسرمنشي مرستيال او استا زي له محمد کريم خليلي سره و کتل .
کابل د وري ٢٤ باختر
دپيښـو دخطرونو دکمښـت په برخه کې دملګرو ملتو دسازمان دسر منشي مرستيالې او ځانګړې استا زي د جمهوررئيس مرستيال او له پيـښو سره د مبارزې د کميټې له رئيس محمد کريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ور سره و کړې
په دې کتنه کې چې د بشري مرستو په چارو کې دملګرو ملتو دسا زمان دسر منشي ځانګړې استا زي مارک بودن په افغانستان کې د اوچا رئيس اود ملګرو ملتو دسازمان د موسسو ځينو نورو استا زو هم برخه لرله د پيښودخطرو نو دکمښت په برخه کې دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي ميرمن ماګريتا واسترام په افغانستان کې دپيښو له ا مله له يبت ځپلو او زيانمنو شويو قشرو نو سره د پيښو په برخه کې د ملګرو ملتو دسا زمان دمرستو په دوام باندې دټينګار په ترڅ کې دپيښوله امله له رسيدلو زيانونو سره دمقا بلې په لاره کې دنورو هيوادونو ځينې تجر بې د جمهور رئيس له مرستيال سره شريکې کړې
ده څرګنده کړه چې په بيلا بيلو ادارو کې خواره واره مسووليتونه ، دنا مشخصې تصميم نيو نې بهير او په منسجمو معلوماتو ته لاسبري له پيښوسره دمقابلې په لاره کې د نورو هيوادونو ډير مهم چلنجونه او تجر بې دي
دپيښو دخطرونو دکمښت په برخه کې د ملګرو ملتو دسا زمان دسر منشي استازي دغه راز له پيښو سره دمقا بلې په لاره کې د ملګرو ملتو دسا زمان د مو سسو اود هيواد د ادارو ترمنځ همغږۍ مهمه وبلله او ددوى ترمنځ په لا زيا تې همغږۍ باندې يې ټينګار و کړ .
په دې کتنه کې چې له پيښو سره د مبار زې د ملي ادارې لوى رئيس هم برخه لرله د جمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلى د افغانستان له مصيبت ځپلو خلکو سره د مرستې په لاره کې د ملګرو ملتو د مو سسو د مرستو له ا مله دقدر دانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې بايد په دې لاره کې ددولتي مرکزونو اود ملګرو ملتو دسازمان د مو سسو ترمنځ زيا ته همغږي را منځته شي
د جمهوررئيس مرستيال افغانستان له پيښو ډک يو هيواد و باله او ټينګار يې وکړ چې دپيښو دخطرونو د کمښت او له مصيبت ځپلو سره د مرستې په لاره کې هر راز اقدام کيداى شي په ٢٠١٤ کال کې په ښه توګه دسياسي ، امنيتي او اقتصادى مسوليتونودمنلو په لاره کې له افغا نستان سره مر سته و کړي .
دجمهور رئيس مرستيال دمرکزونو د جوړولو ، پلان جوړولو ، همغږي او په خپل وخت پيښو ته دځواب ورکولو په برخو کې له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې برياليتو بو نو ته په اشارې سره څر ګنده کړه چې له دې سره سره موږ په دغو مواردو بسوالى نه کوو او په ښه تو ګه په هيواد کې دپيښو له ا مله رسيدلو زيانونو ته د ځواب ورکولو په لاره کې به هڅه او ها ند و کړو .