نړۍ

دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه وغندل.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢

دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون نن په پاکستان کې دعاشورا په غونډو تروريستي بريدونه په کلکه وغندل.دپاکستان د دان ورځپاڼې په ليکنه دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي په هغې وينا کې چې دده دويندوى له خوا خپره شوه د سند او بلوچستان په ايالتونو کې وروستي بريدونه وغندل او ددغو بريدونو دقربانيانو له کورنيو سره يې همدردي څرګنده کړه .

ده دغه راز دپاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې ددغو مرګانيو بريدونو عاملين عدالت ته راوکاږي.

ديادونې وړده چې دپاکستان دسند ايالت په يعقوب آباد ښارکې دمحرم الحرام په يوه غونډه کې پرون دسختې چاودنې له امله دوه ويشت تنه ووژل شول او څه ناڅه څلويښت تنه نور ټپيان شول.

دبلوچستان ايالت دبولان دسيمې په يوه امام بارګاه کې دځانمرګى بريد له امله هم څه ناڅه دولس تنه ووژل شول او کابو لس تنه نور ټپيان شول.

دبولان دبريد مسووليت دجنګوي لښکر ډلې په غاړه اخستى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته