ښوونه او روزنه

دملګروملتو سازمان په هرات پوهنتون کې محصلو نجونو ته دکمپيوتر روزنيز مرکز جوړوي .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دملګروملتو دسازمان پرمختيايي اداره په پام کې لري چې په هرات پوهنتون کې محصلو نجونو ته دکمپيوتر او انترنت لومړنۍ روزنيز مرکز جوړ کړي.
ددغه مرکز دجوړولو تفاهم ليک دهرات پوهنتون درييس او په افغانستان کې دملګروملتودسازمان دپرمختيايي ادارې مرستيال  لاسليک کړ.
ديوان  دي پي مرستيال دهرات پوهنتون له مسوولينو سره  په کتنه کې  ددغه روزنيز مرکز  دجوړولو اصلي هدف  محصلو نجونو ته د اسانتياو برابرول  وبلل .
  دهرات پوهنتون  رييس ډاکتر عبدالظاهر  محتسب  زاده وايي  دغه مرکز اويا کمپيوترونه  او پرمختللي برقي تجهيزات لري چې انترنتي  خدمتونه محصلو نجونو ته  په بشپړه توګه  په وياړ ډول  وړاندې کوي .
  دالومړى ځل دى  چې په هرات پوهنتون کې محصلو نجونو ته دکمپيوتر او انترنت روزنيز اختصاصي مرکز جوړيږي.
ويل کيږي چې دهرات پوهنتون  نږدې نيمايي محصلان يې نجونې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته