دملګروملتو سازمان : دپناه غوښتوونکو اوبيځايه شويو کسانو شمير نن له ٦٥ مليونو تنو څخه اوښتى دى.

واشنګټن بي بي سي باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
دملګرو ملتودسازمان دپناه غوښتوونکو دچارو دادارې ( يو ان اچ سي آر ) درپوټ له مخې : په نړۍ کې د بيځايه شويو کسانو شمير د نښتو له امله بې ساري حد رسيدلى دى .
د مهاجرت دنړيوالې ورځې په مناسبت دملګرو ملتو دسازمان په کلنۍ وينا کې ويل شوي دي چې دلومړي ځل لپاره دپناه غوښتوونکوشمير له شپيتو مليونو تنو څخه اوښتى دى.
له نيمايي څخه زيات پناه غوښتوونکي دسوريې ، افغانستان اوسوماليا له هېوادونو څخه دي .
ددغه سازمان داعلام له مخې: دتيرميلادي کال په وروستيو وختو کې پنځه شپيته مليونه او درې سوه زره تنه دنښتوله امله مهاجر اويا په خپلو هېوادونو کې بيځايه شوي دي چې دغه شمير له هغه څخه دتيرکال په پرتله پنځه مليونه تنه زيات دى .
دملګرو ملتو دسازمان دپناه غوښتوونکو دچارو د ادارې رييس ويلي دي په داسې حال کې چې اروپا دپناه غوښتوونکو په بحران کې لتاړه ده په دې سيمه کې له پرديو څخه دويرې اوډار فضارامنځته شوې ده او جرړې غځوي.
د ملګرو ملتود سازمان دڅرګندونوله مخې: په اروپا کې دپناه غوښتوونکو دبحران له نه پوښښ سره سره دنړۍ په سلو کې شپږ اتيا پناه غوښتوونکي په منځنيو او يا کمو عوايدو سره په بيلابيلو هېوادونو کې ميشت شوي دي .
ترکيه ددوو مليونو اوپنځه سوه زرو پناه غوښتوونکوپه شمير سره ددغه فهرست په سر کې ځاى لري اوپاکستان او لبنان په ترتيب سره په دويم رديف کې دي.