دملګروملتو دسازمان سرمنشي په کندز ښار کې دبې سرحدو ډاکترانو په روغتون بريد وغانده .

کابل باختر دتلي دولسمه:
دملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون په کندز ښار کې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون هوايي بريد وغانده او ددغې پيښې په اړوند يې دبې پرې تحقيقاتو غوښتنه وکړه.
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. په کندز ښار کې دبې سرحده ډاکترانو دسازمان تر ادارې لاندې روغتون باندې پروني هوايي بريد چې په زيات احتمال سره دامريکا په مشرۍ دائتلاف دځواکونوله خوا شوى دى ددريو ماشومانوپه ګډون د ١٩ تنو کارکوونکو او ناروغانو دوژل کيدو او ٣٧ تنو نورو دټپي کيدو سبب شو .
دبانکي مون دفتر په يوه وينا کې اعلام وکړ چې دملګروملتو دسازمان سرمنشي په کندز کې په روغتون د هوايي بريد پيښه چې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون کې دبستر ناروغانو او دطبي کارکوونکو دمرګ ژوبلې سبب شو په کلکه غندي .
دغه وينا زياتوي روغتونونه اوطبي کارکوونکي دنړيوالو انساني قوانينو له مخې په څرګند ډول تر محافظت لاندې دي .
بانکي مون دغه راز ددغې پيښې په اړوند دبشپړې اوبې پرې تحقيقاتو اودهغې دمسببينو دځواب ورکولو دتضمين غوښتنه وکړه .
دامريکا اردو اعلام وکړ چې ددغه روغتون په محدوده کې يې په هوايي بريد اقدام کړى دى او هدف يې په ياغي طالبانو بريدو او اعلام يې کړى دى چې ددغې پيښې په اړوند تحقيقات دوام لري .
دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني ويلي دي چې په افغانستان کې دناتو دپوځيانو لوى قوماندان په کندز ښار کې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون دبمبارۍ په نسبت بخښنه غوښتې ده .
په کابل کې دامريکا سفارت هم په دغه ر وغتون دبريد پيښه غم لړلې بللې ده.
په افغانستان کې دبې سرحده ډاکترانو سازمان ٤٠٠ تنه افغان کارکوونکي او لس تنه بهرني کارکوونکي لري .