ټولنه

دملګروملتو دسازمان سرمنشي په ميانمار کې دمسلمانانو نسل وژنې دعاملانو دمجازاتو غوښتنه وکړه .

کابل باختر دوږي اوومه : دملګروملتو دسازمان سرمنشي انتونيو ګوترش دنسل وژنې په نيت دميانمار دارو له خوا ددغه هېواد دمسلمانانو دډله ئيزې وژنې او په هغوى دډله ئيز تيري په باره کې ددغه سازمان رپوټ ته په اشارې سره دغه رپوټ دپاملرنې وړ وباله او دعاملانو دمجازاتو غوښتنه يې وکړه درويترز دخبري اژانس دخبرله مخې، دميانمار داردو له خوا دروهنګيا په مسلمانانو دډله ئيز تيري او وژنې په باب چې دنسل وژنې په نيت ترسره شوي دي دملګروملتو دسازمان درپوټ له خپريدو څخه يوه ورځ وروسته دملګروملتو دسازمان سرمنشي انتونيو ګوترش دغه رپوټ ته دنړيوالې پاملرنې غوښتنه وکړه . ګوترش دغه راز په دې بيان سره چې دميانمار داردو لوى قوماندان او هغه پنځه تنه جنرالان چې ددغو جنايتونو عاملان دي بايد تر څارنې لاندې ونيول شي ټينګار وکړچې ځواب ويل دقومي ډلو ترمنځ داساسي سازښت کې ضروري کار دى درويترز په ليکنه دملګروملتو دسازمان سرمنشي که څه هم په مستقيم ډول دنسل وژنې له تعبير څخه استفاده ونه کړه خو دروهنګيا دمسلمانانانو پرخلاف دجنايتونوپه باب دملګرو ملتو دسازمان دخپلواکو کارپوهانو دتحقيقاتو پايله يې په بين المللي حقوقو کې له ډيرو سختو جنايتونوسره برابره وبلله . ده دغه راز دهغو خبريالانو دازادى لپاره دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا دفشار ددوام غوښتنه وکړه چې دروهنګيا دمسلمانانو دخبرونو دپوښښ په دليل دميانمار له خوا نيول شوي دي . دروهنګيا څه دپاسه اووه سوه زره تنه مسلمانان دميانمار داردو له خوا دتاوتريخوالي او دهغوى پرخلاف دځپنې دسياست ددوام په دليل بنګله ديش ته تښتيدلي دي او دمهاجرانو په کمپونو کې شپې سبا کوي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته